Wednesday, June 22, 2011

د نخود و او موم پلیو د تولید کړندلاری



نخـــــود
 مقدمه:
          نخود یو دومشیمه بوټی د حبوباتو له جملی نه دی چې د
leguminaceae   په نباتی کورنۍ پوری اړه لری . علمي نوم يې Pisum sativum   دی. د نخودو وحشي ډولو نه دي لیدل شوی . نخود د پیدایښت لرغونی اړخ لری  د لرغونو یو نانیانواو رومیانو له خوا روزل کیدل . ځیني مورخین په دې عقیده دي  چې نخود یو لرغونی مصري بوټی دی  ۱۹۴ ق . م  په وخت کې روزل کیده. داسې هم ویل کیږي چې لرغونوخلکو د نخودو،لوبیا، نسکو او موټو تر منځ دقیق تشخیص نشوای کولاي  له دې کبله سخته بریښي  چې په دې پوه شو چې  تاریخي اسناد د کوم یو بوټي په اړه لیکل شوي دي . شواهد ځرګندوي چې د Pisum sativum  د پیدایښت ټاټوبی منځنۍ اسیا ده. تازه نخود ( مټر) Garden pea  په منځنۍ او شمالي اروپا کې په منځنیو دورو کې روزل کیده. په انګلستان کې نخود په یولسمه پیړۍ کې روزل کیدل . امریکاته د هغه د کاشیفونو په واسطه یوړل شول چې فعلا زیات اهیمت لری  او یومهم فصل شمیرل کیږي.
اقتصادي ارزښت:
نخود یو مهم غذايي بوټی دی د نړۍ په بازارونو کې په تجارتي ډول پلورل کیږي. په اوسط ډول سره نخود ۲۴ فیصده پروتین، ۶۱.۷ فیصده نشایسته،  ۱.۵ فیصده شحم ،    ۰.۳۳ فیصده کلسیم،۰.۲۶ فیصده فاسفورس ،     ۰.۵۱ فیصده اوسپنه او همدارنګه  د A , B1 , B2 ,C , PP ویتامینونو لرونکي دي . دنخودو رسیدلې دانې د دال ، اوړو او همدارنګه د وچودانو په ځیر په زیانې اندازه سره په مصرف رسیږي . د نخودو نا رسیدلي پلي او تازه پاڼې د سبزي په شکل سره په مصرف رسیږي . چې بعضې يې د ګنګل په شکل او زیاته اندازه يې په تازه شکل پلورل کیږي .
   نخود د نړۍ په ۳۴ هیوادونو کې په تجارتي ډول کرل کیږي او د غذايي موادو په حیث په مصرف رسیږي . مګر په افغانستان کې دومره مشهور نه دي  د تورو نخود کرل چې په افغانستان کې رواج لري  چې وچې دانې په پاخه ډول په مصرف رسیږي .له نخودونه په صنعت کې د شیرینو غذاګانو په جوړولو کې استفاده کیږي  همدارنګه د نړۍ په زیاتو هیوادونوله نخودونه د حیواناتو د غذا په حیث هم استفاده کیږي .
په زراعت کې هم نخود زیات ارزښت لري  ددې نبات په نیلو کې د لیګیوم د کورنۍ د نورو بوټو په ځیر یو ساختمان  Nodule  موجود دي  چې د مخصوې بکتر یاRhizobium leguminosorum   په واسطه  د هوا نایتروجن  په ځمکه کې نصبوي  چې د خاورې فزیکي حالت برابروي  چې د راتلونکي فصل د نباتاتو لپاره زیات ارزښت لري  د یوفصل په اوږدوکې نخود له ۵۰ ځخه تر ۶۰ کیلو ګرامه نایتروجن  په یو هکتار کې نصبوي .
د نخودو دکرنې ساحه او حاصل:
نخود یو زیات مهم او ارزښتناک بوټی دی د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې روزل کیږي چې له دې جملې نه په ۳۴ هیوادونو کې په تجارت لپاره روزل کیږي  ديو کلن حاصل اندازه   7.5   میلیون ټنو ته رسیږي . په جهاني مقیاس کې 2.16  میلیون هکتاره ځمکه د نخودو تر کښت لاندې ده چې 70-80% فیصده يې په هند کې ده او 4.5 میلیون ټنه حاصل ورنه لاس ته راوړي  په اوسط ډول سره په یو هکتارځمکه کې د نخودو دحاصل اندازه ۵۶۰ کیلو ګرامه ښودل شوې ده.
د نخود نباتي مشخصات :
نخود یو واښه وږمه کوچینی بوټی دی چې ۲۵ ځخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې لوړوالی لري . ریښې يې په ښه ډول سره منشعبې شوې چې له ۱ ځخه تر ۲ مترو په ځمکه کې ښکته کیږي . مستقیمه او منشعبه ډکه تنه لري. بڼکه ډوله مرکبې پاڼې لري چې له ۱ ځخه تر ۳ جوړو پورې رسیږي  چې د رنګ له مخې  کم رنګه شنې او سپینې ګردلرونکې وي . زیات شمیر نخود سپین  یا سره  يا بانجاني  ګلان لري.  پلي يې پړسیدلي ۴ ځخه تر ۸ سانتي مترو اوږدوالی لري . د نخود تخمونه ښویې، ژور  ژور، ګونځې   شنه یا زیړ وي . په پلیو کې له د۲ ځخه تر ۹ دانې تخمونه موجودوي  د تخمونه انډوسپرم يې ژیړ يا شین وي .
د نخودوبیولوژیکي مشخصات:
نخود نسبتاً په سوړ بخونه هواکې ښه وده کوي  د تخم د زرغونیدو لپاره ټيټه تودوخه ۴.۴ درجې د سانتي ګراد ټاکل شوې په ۲۴ درجو کې زیات تخمونه زرغونیږي . د نبات د نمو لپاره مناسبه تودوخه له ۲۰ ځخه تر ۳۰ درجو پورې ده. زیاته اندازه لندبل او وریځ لرونکې هوا په دوام دارډول سره د ګلانو ، پلیو او په تخم کې د ذخیره کیدونکو موادو په اندازه منفي اغیزه کوي . د ژوند دوران يې په ورایټیو او د روزنې په شرایطو پورې  اړه لري  چې ۷۰ ځخه تر ۱۴۰ ورځو پورې رسیږي . وچه هوا هم د نبات په حاصل باندې منفي اغیزه کوي.
    په نوبتي کرونده کې له نخودو مخکیني مناسب نباتات قطاری نباتات خصوصاً سبزیجات ګنل کیږي  له غله يي نباتاتو وروسته هم په کامیاب ډول سره  روزل کیږي .
د نخودو ډولونه:
په نړۍ کې د نخودو ډیر ډولونه موجود دي د تازه خوراک نخود hortense    Pisum sativumد وچو دانونخود Pisum sativum arvensa   په زیاته پیمانه روزل کیږي .لاتر اوسه دا نه ده معلومه چې په افغانستان کې ځو ډوله نخود کرل کیږي  او د کښت اندازه يې ځومره ده. د تخم له نظره نخود په دوه ډوله ویشل شوي  ځینې يې ښويې او ځینې یې زیږه دي  لتل مارول  په ګرمو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي  د الاسکا ورایتي د مړاوي کیدونکې مرض په مقابل کې مقاومت لري  او توماس لکستون یې ښه شهرت لرونکي دي.
د نخودو کرنه

 خاوره او دخاورې تیارول:

   نخود په مختلفو خاورو کې د روزنې وړ دي . د وختي حاصل لپاره شګلنه لوم خاوره مناسبه ده  د لوړ حاصل لپاره ښه زهکشي شوې کلې لوم خاوره یا سیلټ لوم په زړه پورې بریښي . تیزابي خاورې د نبات د کښت لپاره مناسبې نه دي د خاورې
PH:  6.5 – 7.5  د نخودو لپاره مناسب دي .
دسرې استعمال:
ددې لپاره چې د نخودونه زیات حاصل لاس ته راوړو  ضروري ده  چې دهغه په کرونده یوه اندازه عضوي او کیمیاوي سرې استعمال کړو ترځو دنبات د ضرورت وړ عناصر و انډول په خاوره کې برابر شي. چې د هغه اندازه په دې ډول سره ده. په یو جریب کې ۳۰ کیلو ګرامه یوریا،۲۵کیلوګرامه
ډي اي پي
DAP  او ۲۵ کیلوګرامه  پو تاشیم سلفیت سره باید استعمال شی  سره باید د کرل شویو تخمونه سره په تماس کې نه شي .
د کرنه او فاصله:
 نخود نسبتاً د سړوپه مقابل کې مقاوم دي په ډيره توده هوا کې ښه حاصل نه ورکوي  له دې کبله  په هغو سیمو کې چې نخود په اوړي کې روزل کیږي  نو باید وختي وکرل شي همدارنګه ناوخته کرنه  حاصل کموي  په هغه سیمو کې چې اوړی یې سوړ وي  ناوخته کرنه هم کیدای شي. د نخودو تخمونه په کلې خاوره کې  ښايې 2.5cm  په ژوروالي  او په شګلنه خاوره کې د 3-5cm  په ژوروالي سره کرل کیږي  په ځينو وختونو کې نخود په قطارونو کې یو له بله د 60-90cm  فاصله لري کرل کیږي . ددې لپاره چې پوره اندازه بوټي تولید شي باید په یو جریب کې 20kg کیلو ګرامه تخم چې د کیمیاوی موادو TMTD سره معامله شوی وی کرل  کیږي . په نخودو کې د ننه نامطلوبه بوټي  د مخنیوي  لپاره متافرس 0.35-0.7kg/h استعمالیږي اود للون سره  لري کیږي. هغه پټي چې للون پکې اجراکیږي ښايې د قطارونو تر منځ فاصله یې زیاته وي . ځرنګه چې نخود په چټکۍ سره وده کوي نو له دې کبله زیات للون ته اړتیا نه لري.
اوبه لګول:
نخود د تیغ وهلوپه وخت کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري . نو ددې لپاره چې خاوره ښه لندبل ولري  خاوره د کرنې نه مخکې باید داسې اوبه شي چې اوبه په خاوره کې د 85  سانتی ځخه تر 90 سانتي پورې په ځمکه کې ښکته نفوذ وکړي . په دې صورت کې د خاورې لندبل د ګل تر باسلو تر مرحلې د نبات لپاره کافي دی . نخود دری ځله اوبه کیږي  د غوټۍ د راوړلو په مرحله کې ، د ګل او دپلیو د تشکیل په مرحله کې  اوبه کیږي . د ګل د مرحلې نه مخکې خاوره باید 70%  د ګل او میوې د تشکیل په مرحله کې 70-80%  فیصده لندبل باید ولري  د اوبو کمبود د ګل او میوې د تشکیل په مرحله کې په حاصل باندې منفي اغیزه لري.
له بوټو نه د پلیو راټولول:
 ځرنګه چې نخود غیر محدوده وده کوي  نخودو ته اوبه ورکول په یوه وخت کې ګل باسل او حاصل راټولول لمنځه وړي  نو د لاندنیو پاڼو په ژیړیدو سره باید اوبه لګول  بندکړو تر ځو د هغه د اضافي ودې مخنیوی وشي او حاصل په یوه وخت کې راټول شي. تجریبو ښودلې ده چې کله دانې تر غاښونو لاندې ماتې شي چیتې نه شي  د نخودو دراټولولو ښه او مناسب وخت ګڼل کیږي . حاصل په یو واری توګه سره راوټولیږي  بوټي ټول له ځمکې ځخه راویستل کیږي . د کورني استعمال  او تازه مارکیټ لپاره د نخودو پلي د لاس په واسطه راټولیږي  چې  د لاس په واسطه د پلیو راټولول  د هغه بیه لوړه بیايي  چې په دې ډول ۲ یا ۳ ځله پلي له پټویو نه راټولیږي.  د پليو راټولو وخت د پلیو د رنګ له مخې ټاکل کیږي  کله چې د پلیو رنګ د تور شین ځخه کم رنګه شین ته د بدلون په حالت کې وي  پلي راټولیږي  . خلاصه دا چې پلي باید په داسی وخت کې له بو ټو نه راټول شي  چې د هغه کمیت او کیفیت یو د بل په زیان تمام نه شي.
ساتنه:
د نخودو وچې دانې باید په پاک ځای کې چې لندبل يې تر کنترول لاندې وي  ذخیره شی  د دانو د لندبل اندازه باید د 10 ځخه تر 13 فیصده پورې وي  د لندبل زیاتوالی د تخمونو د خوسا کیدو سبب کیږي  همدارنګه د لندبل په کموالي سره په تخم کې د درزونو او د ماتیدو سبب  کیږي  چې تخم نامیه قوه یا د تیغ وهلو قدرت له لاسه ورکوي.

ناروغۍ او افتونه:

دوې حشرې  نباتي سپږې
Aphids   او ویول  نخودو ته زیان اړوي . چې له نیکه مرغه دواړې حشرې  د Rotenone  پودر په واسطه کنترولیږي . همدارنګه د تخم او ریښو ورستیدل  د ارسان یا سیماب لرونکو مرکباتو په واسطه کنترولیږي د مقاومو تخمونو کرل د مرضونو په مخنیوي کې کومک کولای شي.
نتیجه او سپارښتنه:
نخود زیات مهم غذايي او زراعتي بوټی دي  د هوا نایتروجن په ځمکه کې نصبوي  چې د خاورې فزیکي حالت برابروي  همدارنګه زیاته اندازه پروتین  او ویتامینونه لري چې په تازه ، پاخه او وچ ډول سره په  مصرف رسیږي  له هغه نه استفاده کول د انسانانو په غذا کې د پروتینو یوه اضافي منبع ګڼل کیږي . د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې په تجارتي ډول تولیدیږي  زیات عاید ورنه لاس ته راوړي  . زمونږ په هیواد کې د هغې روزنې ته په زیاته پیمانه پراختیا ورکول کیداي شي  که د نخودو اصلاح شوي تخمونه بزګرانو ته ترویج او د هغوي په اختیار کې ورکړل شي د هیوادوالو د غذايي موادو سطحه به لوړه ، خوارځواکي په لمنځه لاړه شي  او ملي اقتصاد به پیاوړتیا ومومي . مر بوطو مرجعو ته سپارښتنه کیږي تر ځو د نخودو اصلاح شوي تخمونه  د کرهڼو له ځیړنیزو مرکزونو نه تر لاسه او د بزګرانو په اختیار کې ورکړي.


موم پلي يا ځمكني بادام( Peanut)
اقتصادي ارزښت:

موم پلي يا ځمكني بادام دډيري زماني را په دي خوا  ديو نيك او مهربانه بوټي په نامه ياديده.موم پلي په نړي كي په ۹۵مليونه جريبه  ځمكه كي كرل كيږي چه ددي محصول عمده توليد كوونكي هيوادونه عبارت له هند،چين،نايجيرياوامريكا،برازيل،او سينيګال څخه دي.د موم پليو محصول په نړي كي۱۸ مليونه متريك ټنه يعني تقريبا يوټن په يوه هكتار كي حاصل وركړي په امريكا كي يوازي ۱،۴ مليونه ميتريك ټنه له ۶۰۰۰۰۰ هكتاره ځمكي څخه اخلي د موم پليو واښه او پاتيشوني د څارويو دخوراك لپاره ښه غذايي منبع ده. ددي نبات مورني ټاټوبي جنوبي امريكا خاصتا ارجنتاين ، برازيل او پيرو ده چه هلته ئي وحشي او ابتدائي ډولونه ليدل شوي دي چه پهBC  ۱۰۰۰  دميلاد څخه مخكي كرل كيده.وحشي څوكلن ډوله موم پلي هم شته.
 د موم  پلیو استعمال او گټی:
 موم پلی ډیر زیات استعمال کیدای شی چه په لاندی ډول خلاصه کیږی
1. له موم پلیو څخه په زیاته پیمانه تیل باسی چه د خوراک لپاره استعمالیږی
2. له موم پلیو څخه غوښه او سندويچونه جوړيږي
3.  د مومپليوکوچ زيات شهرت لري 
4. وچ پلی ئی د بادامو په شکل استعمالول چه له مالگی سره لړل کیږی
5. د موم پلیو چاکلیټ هم نوم لری
6. په تازه شکل د دی بوټی او پلیو استعمال د حیواناتو د خوراک لپاره , اود وچو وښو په ډول استعمالیږی
7 . روغني رنګ د تعميراتواو دروازو لپاره  اوهمداراز د بوټا نو رنگ  هم ورنه جوړيږي .
موم پلی له 25 – 30 فیصدو پوری پروتیني مواد او له 40 – 48 فیصدو پوری تیل ( غوړی) لری موم پلی د cystine په نامه امینواسید لری چه د حیواناتو د ودی لپاره ډیر اغیز من دی او همدا راز موم پلی ډیر فاسفورس لرونکی مواد او ډیره ښه سر چینه د ویتامینونو, تیامین , رایبوفلوین او نیا سین ده د موم پلیو په هر گرام کی 9.6 مایکرو گرامه ويتامینونه شته.
موم پلی د کرنیز نوبت په شکل هم کرل کیزی چه د ځمکی حاصلخیزی لوړوی ځکه د دی نبات ریښی د نایتروفيکيشن عملیی په اساس چه د هوا نایتروجن  ځمکی ته د ریښو له لاری جوړوی چه له همدی نایتروجن څخه ورستنی نبات او په خپله د موم پلیو نبات استفاده کوی چه د یوی سپینی غوټی په جوړیدو سره په ریښه کی راڅرگندیزی.
ناډ یول هغه غوټه غوندی دانی ددی بوټی په ریښوكی را څرگندیږی چه رنگ ئی سپین ده او وظیفه ئی د نایتروجن جوړول دي چه د نبات او د ځمکی د گټی اخيستلو لپاره  استفاده كيږي  چه د نایتروفیکشن  عملیی په ذريعه د هوا نایتروجن بوټي ته رسوي او ورنه گټه او استفاده کوی.
د موم پلیو پروسس :
کله چی موم پلی په پټی کی وچ شول د کمباین په واسطه هغه ریبل کیږی څرنگه چه موم پلی د پوستکی سره علحیده يوی خواته غورځی او واښه ئی علحیده ټولیږی هغه وروسته وچیږی او د بل ماشین په واسطه د موم پلی زړی يوی خواته او پو ټکی ئی بلی خواته غورځی چه د همدی ماشین په ذریعه دا زړی سولول کیږی او کوشش کوی چه زړی سپین رنگ ونیسی موم پلی باید په داسی ځای کی وساتل شی چه نم ئی 5 فیصده او متناسب لمده بل ئی 60 فیصده وی  او دا د بد بوی او تعفن څخه ژغوری- همداراز د موم پلیو کوچ د هغو زړو څخه چه د مالگی سره لړل شوی وی او پاک وی هغه میده میده او د خمیری په شکل کوچ ځنی جوړیږی د هغوی زړی  له مالگی او غوړیو سره نینی یا کباب (سره) کیږی او د وچی میوی په ډول خوړل کیږی.
موم پلیو ته ۱۶۵ درجي سانتي ګريده حرارت د 90 دقيقو لپاره ورکول کیږی او د هایدرو لیک ماشین په ذریعه څرنگه چه د یوی سړی هوا په فشار د هغوي غوړی ویستل کیږی او ورسته د هغوی غوړی چڼ او صاف کیږی تر څو ټول خیرن مواد ورنه لری شی هغه اضافی مواد د کنجاړی په شکل د حیواناتو د خوراک لپاره استعمالیږی
د یو ټن پاک موم پلیو سره د پوټکيو نه
۲۴۱ كيلو غوړی ۳۷۳ كيلو کنجاړه او۲۹۵ كيلو د موم پلیو پوټکی لاس ته راځی.
د موم پلیو بوټانیکی څرگندونی :
موم پلی د Leguminacea یا پلیدارو په فامیل او د Arachis hypogaea په جینس او نوع پوری تړلی او اړه لری. دا په حقیقت کی د پلیدارو د جملی څخه شمیرل کیږی په ابتدا کی دا نبات  چا نه پیژانده او د دی نبات 15 وحشی ډولونه چه دا وسنیو موم پلیو سره نژدی والی لری په جنوبی امریکا کی پیدا کیده موم پلی لنډو ورځوته اړتیا لری يعني لږ لمر ته اړتيا لري موم پلی خپله میوه د آلوگانو په شکل د خپلو ریښو سره جوړوی او دا نبات د ودی په وخت کی د رشقی  د بوټی په شکل معلومیږی او میوه ئی در ریښو په سر کی  د ځمکی په پاسنی برخه کی د وښكالي په شكل جوړوی او تر خاوری لاندی وی د دی بوټی ساقه پورته ځی او یو کلن  موسمي بوټی دی دوه ډوله موم پلی شته یو ډول ئی په ځمکه كی خپریږی او غزیږی خو بل ډول ئی پورته جگیږی او څانگی  ئي پورته وی- پاڼی ئی مرکبه خو دوه وړی جوړه پاڼی لری. هغه نوع چه بوټی ئی خپریږی خپله میوه هم د خپریدلو ریښو سره د ځمکی لاندی جوړوی.
موم پلی اصلی اوږده ریښه چه دTap Root  په نامه یادیږی لری چه د دی په څنگ کی جانبی فرعی ريښي هم جوړوی او په ځمکی کی د ]څو انچو په اندازه ننوځی- اکثرآ ریښی نادیولونه جوړوی خو د ويښتو په ډول وړی نوی ریښی کمی لری.
گل همیشه د ساقی د جانبی څانگو په زاویه کی تشکیلوی چه د ځمکی نه لاندی یا باندی موقعیت لری چه دا گلونه منفردانه یا دو ښکالی په ډول جوړیږی چه عمومآ 3 گله وی . د موم پلیو گل کله کله د ځمکی لاندی په خاوره کی هم جوړیږ ی خو ډیر کم لیدل شوی خو په عامه توگه گلونه ئی نژدی خاوری ته د ځمکی په سر جوړیږی او وروسته  القاح شوی  میوه په ځمکه کی ننوځی او خپله نمو او میوی ته پراختیا ورکوی .
د موم پلیو کاسبرگ وږد مخروطي  شکله تیوب لری چه پنځه د کاسبرگ څوکی لری چه وروسته القاح شوي تخمدان او pig په ځمکه ننوځی چه په آخركي په موم پلی بدلیږی  د موم پلیو گلان مکمل (perfect) گلان لری چه د القاح خودی په ډول تکثیر او میوه جوړوی کله کله آزاده القاح هم پکشی لیدل شوی ده – گلان ئی ژیړ او کریمی دی او په انواعو پوری اړه  لری د موم پلیو په پلي كي ۱-۳   دانی وی چه د یوه قشر په ذریعه پوښ شوی دی د موم پلیو پلی – سره چک ، خرمائی، پریړ ،یا قهوی رنگ لری بعضی اوقات تور یا برگ وی.
  هغه ډول چه په ځمکه خیریږی تخم ئی د استراحت مودی ته اړتیا لری چه موده ئی حتی تر دوه کلو نو پوری رسیږی خو بعضی انواع هم شته چه د استراحت دوره ئی لڼډه ده چه د 100 -210 ورځو پوری اړتیا لری بعضی انواع هم شته چه د استراحت موده ئی له 9 – 50 ورځو پوری ده او دا هسپا نیوی ډولونه دی.موم پلی خپل نموئی قدرت تر 6 کاله پوری ساتی شی په شرط د دی چه په مناسب شرایط او حالت کی وساتل شی .
امریکائی موم پلي(
peanut)  په څلورو صنفونو باندی ویشل شویدی چه د ورجینیا ډول یا ( خپریدونکی او د موټی په شان) غزیدونکی ډول هسپانوی ډول ( د موټی په شان چه څانگی لری) او والنسیا ډولونه دی.
ارجینیا ډوله شين  تیز رنگ ، اوږده پلی او غټ زړی لری ( 500 دانی په یوه پوند کی ) قهوی او نصواری پوټکی لری. اکثر هرپلی له 3- 4 دانی لری او دا ډول په ورجینیا او د امریکا په جنوب شرق کی کرل کیږی دا ډول له 135- 140 ورځو پوری پخیږی .
غزیدونکی ډول له 130 – 150 ورځو پوری پخیږی او دا ډیر زیات زړی لری چه په یوه پوند کی 700 دانی موجود دی.
هسپانیوی ډول عمودی اومستقيمه نمو لری او قهوی رنگه پوټکی لری چه په تکساس کی زیات کرل کیږی د دی ډول موم پلیو تخم اوپلی واړه دی د دی ډول زړی په یوه پوند کی له 1000- 1400 دانو پوری شمارل شویدی.
د والنیسیا ډوله مومپليو  خاصيت د ډیرو پلیو نیول دی او په هرپلی کی له 3-4 دانو پوری پکښی وی ډيري فرعي څانگی د دی نوعی له خاصیت څخه هم گڼل کیږی. دا ډول مستقیمه او عمودی نمو لری او د پاڼو رنگ ئي  توري او شنی دی تخمونه یا زړی ئی اوږده یا لڼډ اماد قشر رنگ ئی گلابی- سور- قهوی یا نصواری وی دا دومره  مهمه صنف ندی
    کرنیز عملیاتو نه:
کرنیز نوبت:
موم پلی همیشه د پلیو په خاطر کرل کیږی او په آخر کی د هغه بوټی ټول لو کیږی چه واښه ئی د څارویو لپاره استعمالیږی نو په ځمکه کی هيڅ  نه پاتی کیږی او ځمکه سپیره او ضعیفه کیږی چه وروسته هر نبات ورباندی وکرل شی حاصل به ئی کم وی او دا لاندی دلائل دی
1.په عامه توگه په موم پلیو کی سره ډیره کمه اچول کیږی .
2. د بوټی هيڅ بقایا په ځمکه کی نه پاتی کیږی ځکه واښه ئی د څارویو د خوراک لپاره خوړل  کیږی.
3.موم پلي په جویه او پشته کی کرل کیږی نو قطارونه پاک وی او هغه کم بقایا( پاتيشوني) ډیر ژر تجزیه کیږی.
4.د خاوری سر لوڅ او بر بڼډ د ژمی په فصل کی پاتی کیږی.
نوکه چیری د ژمی په موسم کی د پلیدارو ژمنی محصول وکرل شی کیدای شی د ځمکی حاصلخیزی لوړه کړی دا لاندی کرنیز نوبت د موم پلیو لپاره استعمالیږی.
1.جوار بیا ژمنی شفتله – موم پلی
2.ژر پخیدونکی آلوگان او د چشم بلبل لوبیا کرل
3.هسپانوی موم پلی وروسته له ژمنی جودرو څخه کرل کیږی.
 خو موم پلی په یو ځمکه باید پس له 3-4 کالونو وروسته وکرل شی چه دا د امراضو خاصتآ د crown rot – آتشک او بعضی پوپنکونو مخه نیولای شی او حتی نیتمود، د پاڼو د داغونو مرض کنترول کیدای شی. بعضی گیاه ګانی چه د څر ځای لپاره استعمالیږی سره د جودرو کرل ډیر ښه کرنیز نوبت ده. موم پلی باید د سویا بین څخه وروسته ونه کرل شی ځکه ورسره حساسیت لری او د امراضو د زیاد ښت سبب گرځی.
کیماوی سره:-
موم پلی دا قدرت لری چه هغه عضوی بقایا چه مخکنی فصل ورنه استفاده نه وی کړی دا نبات ئی واخلی- او موم پلی په ډیره حاصلخیزه ځمکه کی کیماوی سری ته ضرورت نه لری ځکه د موم پلیو هغه ریښه چه ورته PIG وائی او وروسته په میوه بدلیږی ددی قدرت لری چه غذائي مواد ځمکی څخه واخلی. موم پلی په ریگ زاره ځمکه کی ډیره ښه نتیجه او حاصل ورکوی موم پلی ډیر زیات پوتاشیم لرونکی سری ته اړتیا لری خو د توجه وړ اندازه فاسفورس لرونکی سری ته هم اړتیا شته خو له 12-20 کیلو نایتروجن داری سری ته په  یوه هکتارکی په استثنا د  ضعیفی خاوری استعمالیږی کله کله هغه ځمکه چه شوره زاره وی نو د آهکو اضافه کول ورته گټه کوی ځکه کلسیم ډیر زیات لری او موم پلی د کلسیم عنصر ته هم اړتیا لری کلسیمی مواد د پودرو په شکل د بوټی د پاسه هم اچول کیږی  د مولیبد نیم عنصر ته هم کله کله اړتیا پیدا کیږی د مسو مناسبه اندازه پوډرواستعمال  د موم پلیو  دانی له  گونځی کیدو څخه ساتی .
د موم پلیو تخم او اندازه  :-
موم پلی له پوټکی یا بدون دپوټکیو کرل کیږی خو هغه موم پلی چه پوټکی یا قشرئی لری شوی وی ژر شنه کیږی او ښه فیصدی د نمو ورکوی هغه تخم چه په لاس باندی ئی قشر یا پوټکی لری شوی وی ښه نمو ونسبت هغو زړو ته چه په ماشین لری شوی وی- نمو ئي ښه وي . ځکه په ماشین باندی د تخم سترگی ته ضرر رسوی. د موم پلیو پوټکی باید ژر پس له لو نه  لري شي او باید په یو وچ ځای کی وساتل شی چه لمد بل ئی 60 فیصده وی د موم پلیو تخم په دریو صنفونو یعنی واړه ، متوسط او غټ تخمونه ویشل شویدی چه متوسطه اندازه ئی د تخم لپاره استعمالیږی او باید د هغوی تخم د دوا سره ولړل او تداوی شی. که د موم پلیو دانی وړی وی نو له 7-10 کیلوپه یو جریب کی اچول کیږی خو که دانی ئی غټی وی نو له دوه- دوه نیم منو پوری تخم ته اړتیا لری د قطارونو تر مینځ مسافه له 50-80 سانتی متروپوری ټاکل شوی ده یعنی که دانی ئی وړی وی تخم ئی کم یعنی 50 کیلو په یوه هکتار يا لس كيلو په يوه جريب کی  لګيږي .
د موم پلیو تخم لړل د انا کولم سره:-
اناكولم عبارت له هغو ژوندي سرو څخه دي څه تخم ورباندي ككړ او د هوا نايتروجن د اخيستلو قدرت اوسبب ګرځي .
د موم پلیو تخم د رایزوبیم
Rhizobime بكتيريا سره ککړیږی تر څو د نایتروفيکيشن عملیه او  ناجیولونو ( غوټي) تشکیل  اوپه ښه وجه   فعاليت  وكړي  تجربو ثابته کړیده چه په هسپانیوی ډوله موم پلیو کی Inoculation یعنی د بکتیریا سره ککړیدل له 30- 40 فیصدو پوری د پلیو حاصل لوړوي   او دا د هغو پټیو چه د اناکولم سره معامله شوی نه وه څيړنه شوي ده.
د ځمکی جوړول او کرل :-
د ځمکی تیارول په ښه دول سره د موم پلیو لپاره ضروری ده او ډیره ښه  ،نرمه او پسته خاوره د موم پلیو د pig یا هغه انکشافی ریشه چه وروسته په موم پلی بدلیږی پکار ده- د منی او ژمی قلبه د موم پلیو د فصل لپاره ښه ده په استشنا د هغو ځایونو كي چه د خاوري د تخريب  امكان وي  ځمكه بايد له ۸-۹ انچو پوري ژوره قلبه شي  او د بوټوټول بقایا باید تر خاوری لاندی شی تر څو د ساقی ، انکشافی ساقی او ريښي  امراضو مخنیوی وشی چه دا د Sclerotium rolfsii  فنگس په واسطه مینځ ته راځی کله کله بزگران مومپلي يو څه لوړ كښينوي خو بايد عميقه وكرل شي  اوښه نم  ولری  ټول موم پلی په قطار په وتره ځمکه کی کرل کیږی.
د موم پلیو مرضونه:-
موم پلی اکثرآ د پاڼو د دا غونو مرض چه سر کوسپورا cercospora leaf spot  نومیږی زیات زیان من کیږی  او دا د        Cercospora archidicola یا C.personata  , Mycosphaerella archidicola په فنگسو باندی اغیز من کیږی د پاڼو د داغونو مرض په پاڼو کی نصواری رنگه ټپی را څرگندیږی او په نمجنه هوا کی د دی مرض خپریدل زیات وی او پاڼی ژیړیږی چه وروسته پاڼی غورځی او دا مرض د موم پلیو واښه کموی اوڅارويو ته د خوندوړ نه وی- دا مرض د سلفرود پوډروپه شيندلو سره مخنیوی کیدای شی او له 20- 15 کیلو پوډر په یو هکتار یا 4-3 کیلو پوډر په یو جریب کی سپارښتنه کیږی او همداراز د مس لرونکو موادو پوډر هم د دی مرض مخه نیولای شی.
 کله کله د بوټی ساقه یا ونه او د موم پلیو انکشافی برخه چه بچی اچوی خوسا کیږی چه د امرض د یوفنگس په ذریعه چه Sclerotium rolfsii نومیږی زیان من کوي  چه د زراعتی عملیاتو او نوبتونو په ذریعه کنترول کیږی .
د موم پلیو د تخم  دخوسا کیدلو مرض او د بوټی د آتشک یا سوزیدلو مرض د تخم په تداوی کولواو په دوا باندی لړلو سره مخنیوی کیدای شی نور مرضونو چه چار کول راټ، رایزوکتونیا او د زړیو پوپنکونه هم لیدل شوی دی.
د موم پلیو گونگټی یا حشری:-
د پاڼو شنه ملخان ، غوباړی، د جوارو د شوټو چینجی، د تنباکو واړه نری چینجی یا تریپیس، سپین حاشیه داره غو باړی، سپږی، لښكري مور، او د جوارو د ریښو چینجی دی چه د خزندو دكنترول درملود شیندلو په ذریعه مخنیوای کیدای شي .

1 comment:

  1. آیا په کندهار کی د نخود کښت نتیجه لری کنه؟

    ReplyDelete